صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د ضامن کيدل احکام:

2389- مسأله: شرعی ضمانت په هغه څه چی نن رواج لری توپير کوی. په شرعی ضمانت ټول پور د ضامن پر غاړه دی او پور غوښتونکی حق نلری چی د خپل لومړنی پورور څه وغواړی. اما په اوسنی ضمانت، ضامن د لومړنی پورور ضمانت کوی يعنی که لومړنی پورور خپل پور ورنکړی ضامن په خپل تعهد او وعده عمل کوی ليکن اوس د شرعی ضمانت احکام بيان او ويل کيږی.

2390- مسأله: ضامن او پور غوښتونکی بايد مکلف او عاقل وی او څوک هم هغو مجبور کړی نه وی او هم بايد بی عقل نه وی چی خپل مال په بيهوده کارو مصرف کړی. او هغه څوک چی د مفلسی او ناداری په واسطه جامع الشرائط مجتهد هغه د خپل مال د تصرف څه مخ نيوی کړی دی د هغه پور په خاطر چی غواړی، نسی کولای د هيڅ څوک ضامن سی، ليکن دغه شرطونه په پورور نسته. مثلاً که څوک ضامن سی چی د ماشوم يا ليونی يا بی عقل قرض ورکړی او پور غوښتونکی قبول کړی ضمانت صحيح دی.

2391- مسأله: همداسی چی په 2389 مسأله کی بيان سو په شرعی ضمانت ضامن د لومړنی پورور په ضمانت قرار نه نيسی لهذا که ووائی: که پورور ستا قرض ورنکړی زه ورکوم، په احتياط واجب شرعی ضمانت صحيح نه دی.

2392- مسأله: هغه څوک چی انسان د هغه د پور ضامن کيږی بايد پورور وی، نوکه يو څوک وغواړی د بل چا څه پور وکړی، تر څو پور نه دی کړی انسان نسی کولای د هغه ضامن سی.

2393- مسأله: هغه وخت انسان کولای سی ضامن سی چی پور غوښتونکی، پورور او د پور جنس ټوله معلوم وی نوکه دوه نفره پر يو نفر پور وغواړی او انسان ووائی: زه ضامن يم چی ستاسی د يو نفر پور ورکړم، ځکه چی معلوم کړی نه دی چی دکم يو پور ورکړی د هغه ضامن کيدل باطل دی. او هم که يو نفر پر دوه نفر پور وغواړی او انسان ووائی: زه ضامن يم چی يو دهغو دوه نفره پور تاته درکم، ځکه چی معلوم کړی نه دی د کم يو پور ورکوی ضامن کيدل ئی باطل دی. او همدا ډول که يو څوک پر يو نفر لس من غنم او سل تومان پيسی پور وغواړی او انسان ووائی: زه ستا ددوه پور د يو ضامن يم او معلوم نه کړی چی د غنم ضامن دی يا د پيسی ضامن بناپر احتياط واجب صحيح نه دی.

2394- مسأله: که پور غوښتونکی، خپل پور ضامن ته وبخښی، ضامن نسی کولای د پورور څه شی ونيسی او که يو مقدار د هغه وبخښی، نسی کولای هغه مقدار ونيسی.

2395- مسأله: که انسان ضامن سی چی د يو چا پور ورکړی، نسی کولای د خپل ضمانت څه وګرځی.

2396- مسأله: ضامن او پور غوښتونکی کولای سی شرط وکړی چی هر وخت وغواړی د ضامن ضمانت باطل کړی.

2397- مسأله: هر کله انسان د ضامن کيدل په وخت، وکولای سی د پور غوښتونکی قرض ورکړی که څه هم وروسته فقير سی، پور غوښتونکی نسی کولای د هغه ضامن کيدل باطل کړی او خپل پور د لومړی پورور څه ونيسی، او همدا ډول دی که په هغه وخت ونسی کولای د هغه قرض ورکړی ليکن پور غوښتونکی وپوهيږی او د هغه په ضامن کيدل راضی سی.

2398- مسأله: که انسان هغه وخت چی ضامن کيږی ونسی کولای د پورورقرض ورکړی او پور غوښتونکی هغه وخت ونه پوهيږی او وروسته متوجه سی، کولای سی دهغه ضامن کيدل باطل کړی، ليکن که د مخه تر هغه چی پور غوښتونکی متوجه سی، ضامن قدرت پيدا کړی وی، که وغواړی د هغه ضامن کيدل باطل کړی اشکال لری.

2399- مسأله: که يو څوک بيله اجازه د پورور ضامن سی چی دهغه پور ورکړی نسی کولای يو شی د هغه څه ونيسی.

2400- مسأله: که يو څوک د پورور په اجازه ضامن سی چی د هغه قرض ورکړی، کولای سی د هغه مقدار چی ضامن سويدی د هغه د ورکول وروسته د هغه څه وغواړی، ليکن که د هغه جنس په ځای چی پورور وه بل جنس و پور غوښتونکی ته ورکړی، نسی کولای هغه شی چی ورکړيدی د هغه څه وغواړی، مثلاً که لس من غنم پورور وی او ضامن لس من وريجی ورکړی، نسی کولای وريجی د هغه څه وغواړی، اما که پخپله راضی سی چی وريجی ورکړی اشکال نلری.