|
د وديعی (امانت) احکام:2408- مسأله: انسان که خپل مال يو چاته وسپاری او ورته ووائی تاته امانت وی او هغه هم قبول کړی يا بيله دی چی خبری وکړی د مال خاوند پوه کړی چی مال د ساتل د پاره هغه ته ورکوی او هغه هم د ساتل په نيت ونيسی د وديعه او امانت داری په احکام چی وروسته ويل کيږی بايد عمل وکړی. 2409- مسأله: که يوڅوک امانت قبول کړی نبايد د هغه په ساتل ټنبلی وکړی او هر وخت د امانت خاوند د هغه څه وغواړی هغه بايد تحويل ورکړی. 2410- مسأله: امانت ساتونکی او هغه څوک چی مال امانت ورکوی يعنی امانت ورکونکی، هر دواړه بايد عاقل وی، نوکه انسان يو مال ليونی ته امانت پريږدی، يا ليونی يو مال چاته امانت پريږدی صحيح نه دی، ليکن مميز ماشوم کولای سی د خپل ولی په اجازه خپل مال يو چاته په امانت پريږدی او همدا ډول کولای سی وکيل وی چی د يو نفر مال و بل نفرته امانت پريږدی او همدا ډول امانت پريښول مميز ماشوم ته د هغه د ولی په اجازه اشکال نلری. 2411- مسأله: که د ماشوم څه يو شی د امانت په ډول قبول کړی که هغه شی پخپله د ماشوم مال دی او ولی د ماشوم په امانت پريښول اجازه نه وی ورکړی لازم دی هغه مال د هغه وولی ته ورسوی او که هغوته د مال په رسول تنبلی وکړی او تلف سی د هغه عوض بايد ورکړی ليکن که د هغه د پاره چی مال د منځه ولاړنسی هغه د ماشوم څه نيولی دی که د هغه په ساتل ټنبلی نه وی کړی ضامن نه دی او همدا ډول دی که امانت پريښوونکی ليونی وی. 2412- مسأله: څوک چی نسی کولای امانت وساتی، بناپر احتياط واجب بايد قبول نکړی، ليکن که د مال خاوند د هغه په ساتل عاجز وی او يو څوک هم چی ښه وساتی نه وی دغه احتياط واجب نه دی. 2413- مسأله: انسان که د مال خاوند پوه کړی چی د هغه د مال د ساتل د پاره حاضر نه دی، که هغه مال پريږدی او ولاړسی او دغه شخص مال وانخلی او هغه مال تلف سی، هغه څوک چی امانت قبول کړی نه دی ضامن نه دی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی که ممکن وی هغه وساتی. 2414- مسأله: څوک چی يو شی امانت پريږدی، هر وخت وغواړی کولای سی هغه بيرته ونيسی او هغه څوک هم چی امانت قبول کوی هر وخت وغواړی کولای سی هغه وخاوندته ئی ورکړی. 2415- مسأله: انسان که د امانت د ساتل څه منصرف او پشيمان سی او وديعه فسخ کړی هر څه ژر بايد مال د هغه خاوند ياوکيل ياد خاوند ولی ته ئی ورسوی، يا هغوته خبر ورکړی چی په ساتل حاضر نه دی، او که بيله عذر مال هغوته ونه رسوی او خبر هم ورنکړی که مال تلف سی، د هغه عوض بايد ورکړی. 2416- مسأله: هغه څوک چی امانت قبلوی، که د هغه د پاره مناسب ځای نلری، بايد مناسب ځای جوړ کړی او داسی هغه وساتی چی خلګ ونه وائی په امانت خيانت کړيدی او د هغه په ساتل ټنبلی کړيدی، او که په هغه ځای چی مناسب نه دی پريږدی او تلف سی، د هغه عوض بايدورکړی. 2417- مسأله: هغه څوک چی امانت قبلوی، که د هغه په ساتل ټنبلی ونکړی او تعدی يعنی د شرع بيله اجازه تصرف هم ونکړی او ناڅاپه هغه مال تلف سی، ضامن نه دی، ليکن که په خپل اختيار هغه په يو ځای کښيږدی چی ګمان وړل کيږی يو ظالم وپوهيږی او هغه يوسی، که تلف او ورک سی د هغه عوض بايد خاوند ته ئی ورکړی مګر داچی يو ځای محفوظ تر هغه ونلری او ونسی کولای مال د هغه وخاوند يا و هغه څوک ته چی ښه ساتی، ورسوی چی په دی صورت ضامن نه دی. 2418- مسأله: که د مال خاوند د خپل مال د ساتل د پاره يو ځای وټاکی او وهغه څوک ته چی امانت قبول کړيدی ووائی چی مال بايد په دغه ځای وساتی او که ته هم احتمال ورکړی چی د منځه ولاړسی نبايد هغه بل ځای ته يوسی که بل ځای ته يوسی او تلف سی ضامن دی. مګر د هغه خبره داسی وی چی په وړل د هغه يو ځای ته چی تر هغه محفوظ يا لکه لومړی ځای دی راضی دی. 2419- مسأله: که د مال خاوند د خپل مال د ساتل د پاره يو ځای وټاکی او هغه څوک چی امانت قبول کړيدی وپوهيږی هغه ځای د مال د خاوند په نظر خاص حالت ونلری بلکه يوه لار د هغه د ساتل وه، کولای سی هغه و بل ځای ته چی مال هلته محفوظ يا لکه لومړنی ځای دی يوسی او که مال هلته تلف سی ضامن نه دی. 2420- مسأله: که د مال خاوند ليونی سی هغه څوک چی امانت قبول کړيدی سمدستی امانت بايد د هغه وولی ته ورسوی او يا د هغه و ولی ته خبر ورکړی، او که بيله شرعی عذر مال د هغه و ولی ته ورنکړی او په خبر ورکول هم ټنبلی وکړی او مال تلف سی، د هغه عوض بايد ورکړی. 2421- مسأله: که د مال خاوند مړسی، امانت ساتونکی بايد مال د هغه و وارث ته ورسوی يا د هغه ووارث ته خبرور کړی او که مال د هغه ووارث ته ونه رسوی او په خبر ورکول هم ټنبلی وکړی او مال تلف سی ضامن دی، ليکن د هغه دپاره چی غواړی وپوهيږی هغه څوک چی وائی زه د ميت وارث يم، رښتيا وائی که درواغ، يا ميت نور وارث لری که يه، مال ورنکړی او خبر هم ورنکړی ليکن د هغه په ساتل ټنبلی ونکړی مال تلف سی ضامن نه دی. 2422- مسأله: که د مال خاوند مړسی او څو وارث ولری هغه څوک چی امانت قبول کړيدی مال بايد وټول ورثی ته ورکړی، يا وهغه څوک ته ورکړی چی هغو ټول مال نيول هغه ته سپارلی دی، او که وصی ولری وصی ته هم بايد مراجعه وسی نوکه بيله اجازه د نور و ټول مال د ورثی و يوته ورکړی د نورو د سهم او برخی ضامن دی. 2423- مسأله: که هغه څوک چی امانت قبول کړيدی مړسی، يا ليونی سی، وارث يا ولی ئی هر څه ژر د مال خاوندته خبر ورکړی، يا امانت هغه ته ورسوی. 2424- مسأله: که امانت ساتونکی د مرګ نښی په ځان ووينی که ممکن دی امانت بايد د هغه وخاوند يا وکيل ته ئی ورسوی او که ممکن نه دی هغه بايد وجامع الشرائط مجتهدته ورکړی او که وارث ئی امين دی او د امانت څه خبر او اطلاع لری، لازم نه دی وصيت وکړی او که يه بايد وصيت وکړی او شاهد ونيسی او وصی او شاهدته، د مال د خاوند نوم، جنس، د مال خصوصيات او ځای ئی ووائی. 2425- مسأله: که امانت ساتونکی د مرګ نښی په ځان ووينی او په هغه وظيفه چی په تيره مسأله وويل سو عمل ونکړی، که هغه امانت د منځه ولاړسی عوض ئی بايد ورکړی، که څه هم د هغه په ساتل ټنبلی نه وی کړی، او مرض ئی ښه سی، يا پسله يو مدت پشيمان سی او وصيت وکړی. |