|
د عاريی احکام:2464- مسأله: عاريی هغه دی چی انسان خپل مال بل يوته ورکړی چی د هغه څه ګټه واخلی او په عوض، هيڅ شی هم د هغه څه ونه نيسی. 2465- مسأله: لازم نه دی په عاريی صيغه ووائی، او که مثلاً کالی د عاريی په نيت يو چا ته ورکړی او هغه په دغه نيت ونيسی عاريی صحيح ده. 2466- مسأله: عاريه کول دغصبی شی او هغه شی چی د انسان مال دی ليکن ګټه ئی بل چاته سپارلی دی مثلاً هغه اجاره ورکړيدی، هغه وخت جايز دی چی د غصبی شی مالک يا هغه څوک چی هغه شی اجاره کړيدی، ووائی په عاريه ورکول راضی يم يا د رضايت نښی ئی معلوم وی. 2467- مسأله: هغه شی چی ګټه ئی د انسان مال دی مثلاً هغه اجاره کړيدی کولای سی هغه عاريه ورکړی. ليکن که په اجاره شرط کړی وی يا خلګ د اجاری څه دغه معنی وپوهيږی چی پخپله د هغه څه ګټه واخلی، نسی کولای هغه بل چاته عاريه ورکړی. 2468- مسأله: که ليونی، ماشوم، بی عقل او مفلس خپل مال عاريه ورکړی صحيح نه دی، اما که ولی صلاح ووينی د هغه څوک مال چی پر هغه ولايت لری عاريه ورکړی که دغه کار دهغو مصلحت او ګټه وی اشکال نلری او همدا ډول جايز دی پخپله ماشوم د ولی په اجازه خپل مال په هغه ځای چی مصلحت ئی وی عاريه ورکړی او هم مفلس د غرماء (پور غوښتونکو) په اجازه کولای سی خپل مال عاريه ورکړی. 2469- مسأله: که هغه شی په ساتل چی عاريه کړيدی تنبلی ونکړی او په ګټه اخيستل دهغه څه هم افراط ونکړی او هغه شی تلف سی ضامن نه دی، ليکن که شرط وکړی چی که تلف سی عاريه کوونکی ضامن دی، يا هغه شی چی عاريه کړيدی طلا او نقره وی، د هغه عوض بايد ورکړی. 2470- مسأله: که طلا او نقره عاريه کړی او بيله افراط او تفريط يعنی ډير مصرفول د منځه ولاړسی ضامن دی هرڅو شرط هم نه وی کړی. بلی که د طلا او نقری د عاريه کول په وخت شرط وکړی چی که د منځه ولاړ ضامن نه وی او تلف سی ضامن نه دی. 2471- مسأله: که عاريه ورکونکی مړسی، عاريه نيونکی بايد هغه شی چی عاريه نيولی دی د هغه وورثی ته ورکړی. 2472- مسأله: که عاريه ورکونکی يو ډول سی چی شرعاً ونسی کولای په خپل مال تصرف وکړی مثلا ليونی سی، عاريه کوونکی بايد هغه مال چی عاريه کړيدی ولی ته ئی ورکړی. 2473- مسأله: څوک چی يو شی عاريه ورکړيدی هر وخت وغواړی کولای سی هغه بيرته ونيسی او هغه څوک هم چی عاريه کړيدی هر وخت وغواړی کولای سی هغه بيرته ورکړی، او په لومړی صورت که بيرته نيول د عاريه نيونکی په تاوان وی بناپر احتياط واجب بايد مهلت او وخت ورکړی. 2474- مسأله: د يو شی عاريه ورکول دهغه څه د حرام ګټی دپاره جايز نه دی بناپر دی د نارينه طلا انګشتری عاريه ورکول و نارينه ته جايز نه دی. بلی که دغه انګشتری د يو کار د پاره بيله سينګارکول نارينه ونيسی مانع نلری. 2475- مسأله: د پسه عاريه ورکول د هغه دوړی او شيدی د ګټی د پاره، او د نر حيوان عاريه ورکول د ماده حيوان د اميدواره کول د پاره صحيح دی او هم د نور و حيوانانو عاريه ورکول د هغو د مشروع ګټو د پاره اشکال نلری. 2476- مسأله: که هغه شی چی عاريه کړيدی و مالک يا ولی يا وکيل چی په مطلق کارو وکالت ولری يا وهغه وکيل ته چی مخصوص د عاريی وکالت لری ورکړی او وروسته هغه شی تلف سی، عاريه کوونکی ضامن نه دی، ليکن که د مال د خاوند يا وکيل يا ولی بيله اجازه هغه يو ځای ته يوسی که څه هم يو ځای وی چی خاوند ئی معمولاً هغه ځای ته وړل مثلاً موټر په هغه پارکينګ و دروی چی معمولاً خاوند ئی په هغه ځای درول او وروسته تلف سی يا يو څوک هغه تلف کړی يا غلا سی ضامن دی. 2477- مسأله: که نجس شی د هغه کار د پاره چی شرط ئی پاکی دی عاريه ورکړی، مثلاً نجس لوښی عاريه ورکړی چی په هغه ډوډی وخوری بايد وهغه څوک ته چی عاريه کوی ووائی نجس دی، او که نجس کالی د لمونځ کول د پاره عاريه ورکړی لازم نه دی چی ووائی نجس دی. 2478- مسأله: هغه شی چی عاريه کړيدی د هغه د خاوند بيله اجازه نسی کولای بل چاته اجاره، يا عاريه ورکړی. 2479- مسأله: که يو شی چی عاريه کړيدی د هغه د خاوند په اجازه بل چاته عاريه ورکړی، که هغه څوک چی لومړی هغه شی عاريه کړيدی مړسی يا ليونی سی، دوهمی عاريی نه باطل کيږی. 2480- مسأله: که وپوهيږی هغه مال چی عاريه کړيدی غصبی دی، هغه بايد وخاوند ته ئی ورسوی او نسی کولای وعاريه ورکوونکی ته ورکړی. 2481- مسأله: که يو مال چی پوهيږی غصبی دی عاريه کړی او د هغه څه ګټه يوسی او د هغه په لاس د منځه ولاړسی، مالک کولای سی د مال عوض او د هغه ګټی عوض چی عاريه کوونکی وړی دی د هغه څه يا د هغه څوک چی مال غصب کړيدی ونيسی او که د عاريه کوونکی څه ونيسی، هغه نسی کولای هغه شی چی مالک ته ورکوی د عاريه ورکوونکی څه ونيسی. 2482- مسأله: که ونه پوهيږی هغه مال چی عاريه کړيدی غصبی دی او د هغه په لاس د منځه ولاړسی، که د مال خاوند عوض ئی د هغه څه ونيسی، هغه هم کولای سی هغه څه چی د مال وخاوند ته ورکړيدی د عاريه ورکوونکی څه ونيسی، ليکن هغه شی چی عاريه کړيدی طلا اونقره وی، يا عاريه ورکوونکی د هغه سره شرط کړی وی چی که هغه شی د منځه ولاړسی عوض ئی ورکړی، نسی کولای هغه شی چی د مال وخاوند ته ورکوی، د عاريه ورکونکی څه ونيسی. |