صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د نکاح يا ازدواج (واده) احکام:

ښځه پر نارينه د نکاح د عقد په واسطه حلاله کيږی، او هغه پر دوه ډول دی: دائم او بيله دائم. دائم عقد هغه دی چی د ازدواج مدت په هغه ونه ټاکل سی او هغی ښځی ته چی په دی ډول عقد کوی دائمی وائی. او هغه عقد چی دائم نه وی هغه دی چی د ازدواج مدت په هغه وټاکل سی، مثلاً ښځه د يو ساعت يا يوه ورځ يا يوه مياشت يا يو کال يا ډير په مدت عقد کړی، او هغی ښځی چی په دی ډول عقد کوی متعه او صيغه نوميږی.

2483- مسأله: په ازدواج څه دائم او يا دائم نه وی، صيغه بايد وويل سی او يواځی د نارينه او ښځی رضايت کافی نه دی او د عقد صيغه يا پخپله ښځه او نارينه وائی، يا بل يو وکيل کوی چی د هغو له خوا ووائی.

2484- مسأله: وکيل لازم نه دی نارينه وی، ښځه هم کولای سی د بل چا له خوا وکيل سی او د عقد صيغه ووائی.

2485- مسأله: ښځه او نارينه تر څو يقين ونکړی چی د هغو وکيل صيغه ويلی دی نسی کولای يو د بل محرم سی، او ګمان په دی چی وکيل صيغه ويلی دی کفايت نه کوی، ليکن که وکيل ووائی صيغه می ويلی دی کافی دی.

2486- مسأله: که ښځه يو څوک وکيل کړی چی مثلاً لس ورځی هغی د يو نارينه په عقد ورولی او دلس ورځی ابتدا ونه ټاکی که د ښځی د خبری څه معلوم سی چی وکيل ته کامل اختيار ورکړيدی هغه وکيل کولای سی هر وخت چی وغواړی لس ورځی هغی د هغه نارينه په عقد ورولی، او که معلوم وی چی ښځه، ټاکلی ورځ يا ساعت قصد کړيده، صيغه بايد دهغی د قصد سره برابر ووائی.

2487- مسأله: يو نفر کولای سی د دائم عقد يا بيله دائم عقد د صيغی د ويل د پاره د دوو نفرو له خوا وکيل سی او هم انسان کولای سی د ښځی له خوا وکيل سی او هغی د ځان دپاره په دائم يا بيله دائم ډول عقد کړی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی عقد دوه نفر ووائی.

د دائم عقد د ويل دستور:

2488- مسأله: که دائم صيغه پخپله نارينه او ښځه ووائی او لومړی ښځه ووائی: زوجتک نفسی علی الصداق المعلوم (يعنی ځان می ستا ماينه کړله په هغه مهر چی ټاکل سويدی) پسله هغه سمدستی نارينه ووائی: قبلت التزويج (يعنی قبول می کړل دغه ازدواج) عقد صحيح دی. او که بل يو وکيل کړی چی د هغو له خوا دعقد صيغه ووائی که مثلاً د نارينه نوم احمد او د ښځی نوم فاطمه وی او د ښځی وکيل ووائی: زوجت موکلتی فاطمه موکلک احمد علی الصداق المعلوم، نو سمدستی د نارينه وکيل ووائی: قبلت لموکلی احمد علی الصداق، صحيح دی.

د بيله دائم عقد د ويل دستور:

2489- مسأله: که پخپله نارينه او ښځه وغواړی د بيله دائم عقد صيغه ووائی، پسله هغه چی مدت او مهر وټاکل سو، که ښځه ووائی: زوجتک نفسی فی المدة المعلومة علی المهر المعلوم، وروسته سمدستی نارينه ووائی: قبلت، صحيح دی. او که بل يو وکيل کړی لومړی د ښځی وکيل د نارينه ووکيل ته ووائی: متعت موکلتی موکلک فی المدة المعلومة علی المهر المعلوم، نو سمدستی د نارينه وکيل ووائی: قبلت لموکلی هکذا، صحيح دی.

د عقد شرايط:

2490- مسأله: د ازدواج عقد څو شرط لری:

لومړی: هغه چی په صحيح عربی وويل سی او که نارينه او ښځه پخپله ونسی کولای په صحيح عربی ووائی که ممکن وی، احتياط مستحب هغه دی يو څوک چی کولای سی په صحيح عربی ووائی وکيل کړی، او که هغو په پخپله ووائی بايد د (زوجت) او (قبلت) په معنی وپوهيږی.

دوهم: نارينه او ښځه يا د هغو وکيل چی صيغه وائی د انشا نيت ولری يعنی که پخپله نارينه او ښځه صيغه وائی، ښځه د (زوجتک نفسی) په ويل قصد ئی دا وی چی ځان دهغه ماينه کړی او نارينه د (قبلت التزويج) په ويل ماينه توب ئی د ځان د پاره قبول کړی، او که د نارينه او ښځی وکيل صيغه وائی د (زوجت او قبلت) په ويل د هغو قصد دا وی چی هغه نارينه او ښځه چی هغو وکيل کړيدی ميړه او ماينه سی.

دريم: هغه څوک چی د عقد صيغه وائی لازم نه دی بالغ وی، بلکه د هغه خبره معنی چی وائی صحيح وپوهيږی نو که مميز ماشوم د خپل ولی په اجازه د ځان د پاره او يا د نور کسان د پاره عقد ووائی صحيح دی.

څلورم: که د ميړه او ماينه وکيل يا د هغو ولی صيغه وائی، په عقد، ماينه او ميړه وټاکل سی مثلاً د هغو نوم يوسی يا هغوته اشاره وکړی. نو هغه څوک چی څو انجونی لری، که ويو نارينه ته ووائی: زوجتک احدی بناتی (يعنی ستا ماينه می کړل يوه د خپل لونی می) او هغه ووائی: قبلت يعنی قبول می کړ، ځکه چی د عقد په وخت، انجلی ټاکله سوی نه وه عقد باطل دی.

پنځم: ښځه او نارينه په واده راضی وی ليکن که ښځه ظاهراً په کراهت اجازه ورکړی او معلوم وی په زړه راضی ده، عقد صحيح دی.

2491- مسأله: که په عقد يوه توری غلط وويل سی چی د هغه معنی عوض کړی عقد باطل دی.

2492- مسأله: هغه څوک چی دعربی ژبی دستور نه پوهيږی، که قرائت ئی صحيح وی او دعقد دهر کليمی معنی وپوهيږی او د انشاء قصد وکړی او د هر ژبی او ګفتار څه د هغه معنی قصد وکړی کولای سی عقد ووائی او که د هغه معنی په اجماع او مجموع ډول وپوهيږی بناپر احتياط واجب کافی نه دی.

2493- مسأله: که يوه ښځه د يو نارينه د پاره بيله اجازه د هغو عقد وکړی او وروسته ښځه او نارينه ووائی په هغه عقد راضی يو عقد صحيح دی.

2494- مسأله: که ښځه او نارينه يا يو د هغو دوه په ازدواج مجبور کړی او د عقد د ويل وروسته راضی سی او ووائی په هغه عقد راضی يو عقد صحيح دی.

2495- مسأله: پلار او پلارنی نيکه کولای سی د خپل نابالغ يا ليونی اولاد زوی يا لور د پاره چی د ليونی توب په حال بالغ سويدی همسر يعنی ماينه يا ميړه ونيسی، او پسله هغه چی هغه ماشوم بالغ سو، يا ليونی عاقل سو، که هغه ازدواج چی د هغه د پاره کړيدی مصلحت او ګټه ولری نسی کولای هغه د منځه يوسی اوکه مفسده او تاوان ولری فضولی عقد دی او کولای سی هغه لا سليک کړی يا عقد باطل کړی او که د هغو د پاره مصلحت ونلری او مفسده هم ونلری عقد صحيح نه دی اشکال لری، او احتياط وسی.

2496- مسأله: که پلار، يا پلارنی نيکه د خپل نابالغ زوی د پاره ښځه ونيسی، هلک پسله هغه چی بالغ سو د هغی ښځی خرڅ بايدورکړی.

2497- مسأله: که پلار يا پلارنی نيکه د خپل نابالغ زوی د پاره ښځه ونيسی، هلک که د عقد په وخت يو مال ولری، د ښځی د مهريی پورور دی او که د عقد په وخت مال نه درلود، او د عقد په منځ شرطه نه دی سوی چی مهر پر پلار يا پلارنی نيکه نه دی پلار يا نيکه ئی بايد د ښځی مهر ورکړی.

2498- مسأله: هغه انجلی چی بالغه سويده او رشيده او هوشياره ده يعنی په خپل مصلحت پوهيږی که وغواړی ميړه وکړی، که باکری وی، بناپر احتياط واجب بايد د خپل پلار يا پلارنی نيکه څه اجازه ونيسی او د مور او ورور اجازه لازم نه دی حتی که پلار يا پلارنی نيکه ونلری.

2499- مسأله: که پلار او پلارنی نيکه غائب وی، داسی چی ونسی د هغو څه اجازه ونيول سی او انجلی هم احتياج په ميړه کول ولری لازم نه دی د پلار او پلارنی نيکه څه اجازه ونيسی. او همدا ډول که د انجلی د پاره يو مناسب ميړه پيدا سی او وغواړی د هغه هلک سره چی شرعاً او عرفاً هم د هغی کفو (ساری) دی ازدواج وکړی او پلار او پلارنی نيکه بی جهت مانع کيږی او مخ نيوی کوی په دی صورت هم د هغو اجازه لازم نه دی، او همدا ډول که انجلی باکره نه وی د پلار او نيکه اجازه لازم نه دی. او که بيله دی چی ميړه کړی وی د هغی سره جماع او نژدی توب سوی وی احتياط مراعت سی.

2500- مسأله: که پلار او پلارنی نيکه مسلمان نه دی ليکن انجلی باکری رشيدی مسلمانه وی د هغو اجازه د هغی په ازدواج لازم نه دی.

هغه عيبونه چی د هغو پواسطه کيږی عقد باطل سی:

2501- مسأله: که نارينه پسله عقد وپوهيږی چی ښځه يو عيب د اوه عيب لری کولای سی عقد باطل کړی پدی شرط چی معلوم سی عيب د عقد د مخه ؤ:

لومړی: ليونی توب. دوهم: د خوری مرض. دريم: د برص (پيسی) مرض. څلورم: ړوندی. پنځم: ګوډ او شل وی. شپږم: افضا سوی وی يعنی د حيض او بولی لار يا د حيض او غائط لارئی يو سوی وی ليکن که د حيض او غائط لارئی يو سوی وی د عقد باطلول اشکال لری او بايد احتياط وسی. اووم: غوښی يا هډوکی يا غده د هغی په فرج کی وی چی د نژدی توب او جماع مانع سی.

2502- مسأله: ښځه هم کولای سی په څلور صورت عقد باطل کړی:

لومړی: ميړه ليونی وی، که ښځه پسله عقد وپوهيږی چی ميړه ئی د عقد د مخه ليونی وه يا داچی پسله عقد، څه د جماع د مخه يا پسله هغه ليونی سی کولای سی عقد باطل کړی.

دوهم: د نارينه آلت نه درلودل، که ښځه پسله عقد وپوهيږی چی ميړه ئی د عقد د مخه د نارينه آلت نه درلوده يا پسله عقد د جماع د مخه آلت ئی پری سوی دی کولای سی عقد باطل کړی.

دريم: ناتوانی په جماع او جنسی نژدی توب، که ښځه پسله عقد وپوهيږی چی ميړه ئی يو مرض لری چی نسی کولای جماع او نژدی توب وکړی هر څو هغه مرض پسله عقد او د جماع د مخه پيدا سوی وی کولای سی عقد باطل کړی.

څلورم: بيضی ئی کښلی وی، که ښځه پسله عقد وپوهيږی چی د ميړه بيضی ئی د عقد د مخه کښلی دی کولای سی عقد باطل کړی. په ټول څلور صورت چی بيان سو ښځه کولای سی بيله طلاق عقد باطل کړی. ليکن په دريم صورت چی جنسی ناتوانی لری لازم دی چی ښځه جامع الشرائط مجتهد يا وکيل ته ئی مراجعه وکړی او جامع الشرائط مجتهد ميړه ته يو کال مهلت او وخت ورکوی که ميړه ونسی کولای د هغی ښځی يا بله ښځی سره نژدی توب وکړی پسله هغه ښځه کولای سی عقد باطل کړی، او که د نارينه آلت پسله نژدی توب او جماع پری سی او ښځه د ازدواج عقد فسخ کړی، فسخ تأثير نلری که څه احتياط مستحب هغه دی چی ميړه هغی طلاق ورکړی.

2503- مسأله: که نارينه يا ښځه يو دهغو عيبو په واسطه چی په تيره دوی مسألی وويل سو عقد باطل کړی، بيله طلاق بايد يو د بله څه جلا سی.

2504- مسأله: که د هغه په واسطه چی نارينه ناتوان دی او نسی کولای جماع او نژدی توب وکړی، ښځه عقد باطل کړی ميړه بايد د مهريی نيمی ورکړی. ليکن که د نورو عيبو د يو په واسطه چی وويل سو، نارينه يا ښځه عقد باطل کړی، که نارينه د ښځی سره جماع نه وی کړی شی پر هغه نه دی او که نژدی توب کړيدی، ټول مهريی بايد ورکړی.

هغی ښځی چی ازدواج او واده د هغو سره حرام دی:

2505- مسأله: ازدواج د هغو ښځو سره چی لکه مور او خور او خواښی د انسان سره محرم دی حرام دی.

2506- مسأله: که يو څوک يوه ښځه د ځان د پاره عقد کړی، که څه هم د هغی سره جماع ونکړی، د هغی ښځی مور، د مور مور او د پلار مور او هر څه لوړ ولاړسی د هغه نارينه سره محرم کيږی.

2507- مسأله: که يوه ښځه عقد کړی او د هغی سره جماع وکړی، د هغی ښځی لور او د زوی او لور اولاد هر څه کښته ولاړ سی، څه د عقد په وخت کی وی يا وروسته دنياته راسی، دهغه نارينه سره محرم کيږی.

2508- مسأله: که د هغی ښځی سره چی د ځان د پاره عقد کړيدی جماع هم نه وی کړی، تر هغه وخت چی هغی ښځه د هغه په عقد کی دی نسی کولای د هغی د لور سره واده وکړی.

2509- مسأله: د پلار عمه او خاله، د نيکه عمه او خاله، د مور عمه او خاله او د انا عمه او خاله هر څه لوړ ولاړسی د انسان سره محرم دی.

2510- مسأله: د ميړه پلار او نيکه، هر څه لوړ ولاړسی، زوی او د زوی او لور اولاد او هر څه کښته راسی څه د عقد په وخت وی يا وروسته دنياته راسی د هغه د ماينی سره محرم دی.

2511- مسأله: که يوه ښځه د ځان د پاره عقد کړی، دائمه وی، يا صيغه تر هغه وخت چی هغی ښځه د هغه په عقد کی دی نسی کولای د هغی ښځی د خور سره واده وکړی.

2512- مسأله: که خپل ماينه په هغه ترتيب چی د طلاق په کتاب وويل سو رجعی طلاق ورکړی، د عدی په منځ نسی کولای د هغی خور عقد کړی، بلکه د بائن طلاق په عده کی هم چی وروسته ويل کيږی، احتياط مستحب هغه دی چی د خپل ماينی د خور سره ازدواج ونکړی، او احتياط مستحب دا دی چی د متعی په عده د هغی ښځی د خور سره چی هغی متعی کړی ؤ ازدواج ونکړی.

2513- مسأله: انسان نسی کولای د خپل ماينی بيله اجازه، د هغی د وراره او خورزه يعنی دهغی د ورور او خور د لوڼی سره ازدواج وکړی ليکن که د خپل ماينی بيله اجازه هغو عقد کړی او وروسته ښځه ووائی راضی يمه په هغه عقد اشکال نلری.

2514- مسأله: ماينه که وپوهيږی ميړه ئی د هغی وراره يا خورزه سره عقد کړيدی او خبره ونکړی، که وروسته رضايت ورنکړی د هغو عقد باطل دی، بلکه که خبری نه کول ئی معلومه وی چی باطناً راضی وه احتياط واجب هغه دی چی ميړه ئی د هغی د وراره څه جلا سی مګر داچی اجازه ورکړی.

2515- مسأله: مسلمانه ښځه نسی کولای د کافر په عقد ورسی، مسلمان نارينه هم نسی کولای د کافری ښځو سره دائمی ازدواج وکړی حتی که يهودی يا نصرانی وی بناپر احتياط واجب – ليکن د نصرانی او يهودی ښځو صيغه کول مانع نه لری.

2516- مسأله: څوک چی مسلمانه ماينه لری نبايد يهودی او نصرانی ښځی صيغه کړی، مګر مدت ئی دومره لږ وی  چی عرفاً هغه ته ونه وائی دوی ښځی لری.

2517- مسأله: انسان که د مخه تر هغه چی دخپل د عمه يا خاله د لور سره ازدواج وکړی د هغو د مور سره زنا وکړی د هغو سره نسی کولای ازدواج وکړی.

2518- مسأله: که د خپل د عمه يا خاله د لور سره ازدواج وکړی او د مخه تر هغه چی د هغو سره جماع وکړی د هغو د مور سره زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغو څه جلا سی.

2519- مسأله: که د يوی ښځی سره چی د هغه عمه او خاله نه وی زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغی د لور سره ازدواج ونکړی، ليکن که يوه ښځه عقدکړی او د هغی سره جماع وکړی وروسته د هغی د مور سره زنا وکړی، هغه ښځه پر هغه نه حرام کيږی، ليکن که هغه طلاق ورکړی او دوباره وغواړی د هغی سره ازدواج وکړی اشکلا لری، او هم که د مخه تر هغه د هغی سره جماع وکړی د هغی د مور سره زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغی ښځی څه جلا سی.

2520- مسأله: که د هغی ښځی سره چی د طلاق په عده کی ده زنا وکړی د هميشه د پاره نه حرام کيږی لهذا کولای سی پسله عده د هغی سره ازدواج وکړی هر څو احتياط د ازدواج په نه کول دی او که دغی ښځه عقد کړی (څه صيغه څه دائم) هر څو دغه عقد باطل دی ليکن د ابدی حرمت باعث (د هميشه د پاره حرام) کيږی او که دغه عقد په بل خاطر بيله دی چی ښځه په عده کی وی باطل وی د زنا حکم لری او د ابدی حرمت موجب نه کيږی.

2521- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی د هغی ښځی سره چی په زنا کول مشهوره وه د مخه تر هغه چی توبه ئی معلومه سی ازدواج ونکړی.

2522- مسأله: که د يوی ښځی سره زنا وکړی، وروسته کولای سی هغی ښځی د ځان د پاره عقد کړی، ليکن احتياط واجب هغه دی چی صبر وکړی ترڅو هغی ښځه حيض ووينی وروسته هغی عقد کړی او همدا ډول دی که بل څوک وغواړی هغی ښځه عقدکړی.

2523- مسأله: که هغی ښځه چی دبل څوک په عده کی ده د ځان د پاره عقد کړی، که نارينه او ښځه يا يو د هغو وپوهيږی چی  د ښځی عده پای ته نه ده رسيدلی او وپوهيږی د ښځی عقد کول په عده حرامه ده هغی ښځه پر هغه حرام کيږی، که څه هم نارينه پسله عقد د هغی ښځی سره جماع نه وی کړی.

2524- مسأله: که يوه ښځه د ځان د پاره عقد کړی او وروسته معلوم سی چی په عده وه که هيڅ يو نه پوهيدل ښځه په عده کی ده او هغو نه پوهيدل چی د ښځی عقدکول په عده حرام ده، که نارينه دهغی سره نژدی توب او جماع کړی وی، هغی ښځه پر هغه حرام کيږی.

2525- مسأله: که انسان وپوهيږی ښځه ميړه لری او د هغی سره ازدواج وکړی دغه عقد باطل دی او بايد د هغی څه جلا سی او وروسته هم هغی د ځان د پاره عقد نکړی او که ونه پوهيږی چی ښځه ميړه لری او د هغی سره ازدواج وکړی عقد باطل دی او که د هغی سره نژدی توب نه وی کړی د ابدی حرمت موجب نه کيږی.

2526- مسأله: که ميړه داره ښځه زنا ورکړی پر خپل ميړه نه حرامه کيږی او که په زنا کول مشهوره سی احتياط واجب هغه دی چی ميړه هغی طلاق ورکړی ليکن بايد مهريه ئی ورکړی او که توبه وکړه کولای سی دوباره هغی عقد کړی.

2527- مسأله: هغی ښځی چی طلاق ورکړيدی او هغی ښځه چی صيغه وه او ميړه ئی د هغی مدت بخښلی دی يا مدت ئی پای ته رسيدلی ده، که پسله يو مدت ميړه وکړی او وروسته شک وکړی چی د دوهم ميړه د عقد په وخت د لومړی ميړه عده پای ته رسيدلی وه که يه، بايد په خپل شک اعتنا ونکړی.

2528- مسأله: که يو بالغ سړی د يو نابالغ هلک سره لواط وکړی، دخول حقيقت ولری د هلک مور، خور او لور پر هغه حرام کيږی ليکن که فاعل (لواط کوونکی) بالغ نه وی يا شک وکړی چی بالغ ؤ پر هغه حرام کيږی، او که دواړه بالغ وی بناپر احتياط پر هغه حرام کيږی.

2529- مسأله: که د يو هلک دمور يا خور يا لور سره ازدواج وکړی او د ازدواج او د ماينی سره د جماع وروسته د هغه هلک سره لواط وکړی، هغو پر هغه نه حرام کيږی، ليکن که هغو طلاق ورکړی بناپر احتياط واجب دوباره هغو عقد نکړی، او هم که پسله عقد او د جماع د مخه لواط وکړی بناپر احتياط واجب هغی ښځه پر هغه حرام کيږی.

2530- مسأله: که څوک د احرام په حال چی يو کار د حج يا عمری دکارو دی، د ښځی سره ازدواج وکړی د هغه عقد باطل دی، او که پوهيدل چی ښځه نيول يعنی ازدواج کول پر هغه حرام دی، نور نسی کولای هغی ښځه عقدکړی.

2531- مسأله: که ښځه د احرام په حال کی ده د يو نارينه سره چی داحرام په حال نه دی ازدواج وکړی عقد ئی باطله ده، او که ښځه پوهيدله چی ازدواج د احرام په حال حرام دی واجب دی چی وروسته د هغه نارينه سره ازدواج ونکړی.

2532- مسأله: که نارينه (طواف نساء) چی يو کار د حج د کارو دی ونکړی، ماينه چی د مُحرم کيدل پواسطه پر هغه حرام سوی ؤ نه حلاله کيږی او هم که ښځه طواف نساء ونکړی، ميړه ئی پر هغی نه حلال کيږی، ليکن که وروسته طواف نساء وکړی يو د بل سره حلال کيږی.

2533- مسأله: که يو څوک يوه نابالغه انجلی د ځان د پاره عقد کړی او د مخه تر هغه چی د انجلی نه کال پای ته ورسيږی، د هغی سره جماع وکړی، که هغی افضاء (د بولی او حيض لار يوه کيدل) کړی هيڅ وخت نبايد د هغی سره جماع او نژدی توب وکړی.

2534- مسأله: هغی ښځه چی دری پلا طلاقه سويده پر خپل ميړه حرامه کيږی، ليکن که په هغه شرايط چی د طلاق په کتاب ويل کيږی د بل نارينه سره ازدواج وکړی، لومړی ميړه کولای سی دوباره هغی دځان د پاره عقد کړی.

د دائم عقد احکام:

2535- مسأله: هغی ښځه چی دائمی عقد سويده د ميړه بيله اجازه نبايد د کور څه ووځی او ځان بايد د هر متعارف او معمول خوند اخيستل او لذت د پاره چی ميړه ئی غواړی، تسليم کړی او بيله شرعی عذر د هغه د جماع او نژدی توب څه مخ نيوی ونکړی. او که په دغو د ميړه اطاعت وکړی، د هغی ډوډی، کالی او کور او نور سامان چی په کتابو بيان سويدی پر ميړه واجب کيږی او که دغه شيان تهيه او جوړ نکړی څه توان ولری، يا ونلری د ښځی مديون او پورور دی.

2536- مسأله: که ښځه په هغه کارو چی په تيره مسأله وويل سو د ميړه اطاعت ونکړی ګناهکاره ده او د ډوډی، کالی، کور او هم خوبی (جماع) حق نلری ليکن مهريه  ئی د منځه نه ځی.

2537- مسأله: نارينه حق نلری خپل ماينه د کور په خدمت مجبور کړی.

2538- مسأله: دښځی د سفر خرڅ که د وطن تر خرڅ ډيروی پر ميړه نه دی ليکن که ميړه وغواړی او ښځه سفرته بوزی بايد د هغی د سفر خرڅ ورکړی.

2539- مسأله: هغی ښځه چی د ميړه اطاعت کوی که خرڅ وغواړی او ميړه ورنکړی کولای سی د ميړه مجبورول د نفقی ورکول په خاطر، و جامع الشرائط مجتهدته او که ممکن نه وی د مؤمنينو په عدول او که هغه هم ممکن نه وی د مؤمنينو په فساق مراجعه وکړی. او که د ميړه مجبورل د نفقی په ورکول ممکن نه وی کولای سی، د هره ورځ په اندازه د هغه ورځ خرڅی بيله اجازه د هغه د مال څه واخلی، او که ممکن نه دی که ناچاره وی چی خپل خرڅی جوړ کړی، هغه وخت چی د خرڅی په جوړول مشغوله ده د ميړه اطاعت پر هغی واجبه نه ده.

2540- مسأله: نارينه که څو ښځی ولری او د هر يوه سره يوه شپه پاته سی واجب دی دبل يوه سره هم يوه شپه او هم څلور شپی پاته سی او بيله دغه ډول د ښځی سره پاته کيدل واجب نه دی بلی لازم دی هغی بيخی ترک يعنی رابطه قطع نکړی او ښه او احتياط دا دی چی هغه نارينه چی يوه ماينه لری په هر څلور شپی يوه شپه د خپل دائمی ښځی سره پاته سی.

2541- مسأله: ميړه نسی کولای ډير تر څلور مياشتی، د خپل دائمی عيال (ماينه) سره جماع ونکړی مګر د هغی په رضايت او بناپر احتياط واجب دغه حکم په مسافر په بيله ضروری سفر هم ثابت دی.

2542- مسأله: که په دائم عقد مهر ونه ټاکی عقد صحيح دی، او که نارينه د ښځی سره جماع وکړی، بايد د هغی مهر د نورو ښځو د مهر په مطابق چی لکه هغی ده ورکړی.

2543- مسأله: که د دائم عقد د ويل په وخت د مهر ورکول د پاره وخت ونه ټاکی، ښځه کولای سی د مهر د نيول د مخه د ميړه د جماع څه مخ نيوی وکړی، څه ميړه د مهر د ورکول توان ولری څه ونلری، ليکن که د مهر د نيول د مخه په جماع راضی سی او ميړه د هغی سره جماع وکړی نور نسی کولای د مهريی د نيول د پاره د ميړه د نژدی توب څه مخ نيوی وکړی.

مُتعه يا صيغه:

2544- مسأله: د ښځی صيغه کول که څه هم د لذت وړل او خوند اخيستل د پاره هم نه وی صحيح دی.

2545- مسأله: ميړه نبايد ډير تر څلور مياشتی د خپل متعی سره جماع ترک کړی يعنی نژدی توب ونکړی. مګر د هغی په رضايت او بناپر احتياط واجب دغه حکم په مسافر په بيله ضروری سفر هم ثابت دی.

2546- مسأله: هغی ښځه چی صيغه کيږی که په عقد شرط وکړی چی ميړه د هغی سره جماع ونکړی، د هغی شرط او عقد صحيح دی او ميړه کولای سی نور خوند او لذت د هغی څه يوسی، ليکن که وروسته په نژدی توب راضی سوه، ميړه کولای سی د هغی سره جماع وکړی.

2547- مسأله: ښځه چی صيغه سويده که څه هم اميدواره سی د خرڅی حق نلری.

2548- مسأله: ښځه چی صيغه سويده د همخوبی حق نلری او د ميړه څه ميراث نه وړی، او ميړه هم د هغی څه ميراث نه وړی.

2549- مسأله: ښځه چی صيغه سويده که ونه پوهيږی چی د خرڅی او همخوبی حق نلری عقد ئی صحيح دی او د هغه د پاره چی نه پوهيدله، هيڅ حق پر ميړه نلری.

2550- مسأله: ښځه چی صيغه سويده، د ميړه بيله اجازه کولای سی د کوره څه ووځی، ليکن که د باندی د وتل په واسطه، د ميړه حق د منځه ځی د هغی د باندی وتل حرامه ده.

2551- مسأله: که يوه ښځه يو نارينه وکيل کړی چی په ټاکلی مدت او پيسی هغی د ځان د پاره صيغه کړی، که نارينه هغی په خپل دائم عقد وکړی يا په بيله هغه مدت يا پيسی چی ټاکل سويدی هغی صيغه کړی، کله چی هغی ښځه وپوهيدله که ووائی راضی يمه عقد صحيح او که يه باطل دی.

2552- مسأله: پلار او پلارنی نيکه د محرميدل د پاره کولای سی، يو ساعت يا دوه ساعت يو ښځه د خپل نابالغ زوی د پاره عقد کړی، او هم کولای سی خپل نابالغ لور د محرميدل د پاره د يو چا په عقد وکړی ليکن هغه عقد بايد د انجلی د پاره مصلحت ولری حتی که د هغه مهريی په مقدار وی چی د انجلی د پاره ټاکل کيږی.

2553- مسأله: که پلار يا پلارنی نيکه، خپل ماشوم چی په بل ځای کی دی او نه پوهيږی چی ژوندی دی يا مړ، د محرميدل د پاره د بل چا سره عقد وکړی، ظاهراً محرميدل حاصل کيږی، او که وروسته معلوم سی چی د عقد په وخت هغی انجلی ژوندی نه وه عقد باطل دی او هغه کسان چی د عقد په واسطه ظاهراً محرم سوی وه نامحرم دی.

2554- مسأله: نارينه که د صيغی مدت وبخښی، که دهغی سره جماع کړيدی، بايد ټوله مهريی چی ټاکل سويدی هغی ته ورکړی او که جماع نه دی کړی د هغه نيمی بايد ورکړی.

2555- مسأله: انسان نسی کولای دوه پلا د هغی ښځی سره چی د هغه په عقد کی دی ازدواج وکړی لهذا که ښځه د هغه په موقت عقد کی ده ترڅو چی د موقت عقد وخت پای ته نه دی رسيدلی يا نارينه هغی نه دی بخښلی نسی کولای هغی د بل چا دائم يا موقت عقد وکړی، او که عقد وکړی دوهم عقد لغو او باطل دی او پسله پای ته رسيدل د لومړی عقد يو د بل سره نامحرم کيږی او کولای سی سر دوباره يو د بل سره ازدواج وکړی.

د کتل او ليدل احکام:

2556- مسأله: د نارينه کتل د نامحرم ښځی و بدن ته څه د لذت په قصد او څه بيله هغه حرام دی، او کتل و مخ او لاسوته که د لذت او خوند اخيستل په قصد وی حرام دی، ليکن که بيله د لذت قصد وی مانع نلری، که څه هم احتياط په نه کتل دی. او هم د ښځی کتل د نامحرم نارينه بدن ته د لذت په قصد او بيله مخ او لاسو غير له هغه حرام دی. او د نابالغ انجلی ومخ، بدن او وريښتانوته کتل که د لذت په قصد نه وی او د شهوت د تحريک سبب نسی او د کتل په واسطه انسان ونه بيريږی چی په حرام ولويږی مانع نلری.

2557- مسأله: که انسان بيله دی چی د لذت قصد ولری د کافری ښځو د بدن په هغو ځايو چی معمولاً نه پټوی وګوری که ونه بيريږی چی په حرام ولويږی اشکال نلری.

2558- مسأله: ښځه بايد خپل بدن او وريښتان د نامحرم نارينه څه پټ کړی بلکه احتياط واجب هغه دی چی خپل وريښتان او بدن د هغه هلک څه هم چی بالغ سوی ندی ليکن ښه او بد پوهيږی او وهغه اندازی ته رسيدلی دی چی شهوت ئی تحريک او پاڅيږی پټ کړی.

2559- مسأله: د بل و عورت ته کتل حرام دی، که څه هم په اينداره يا داينداری د شا څه يا په صافی اوبه او لکه د دغو وی او د هغه ماشوم و عورت ته کتل چی مميز نه وی جايز دی او ميړه او ماينه کولای سی د يو او بل وټول بدن ته وګوری.

2560- مسأله: نارينه او ښځه چی يو د بل سره محرم دی، که د لذت قصد ونلری کولای سی بيله عورت د يو او بل وټول بدن ته وګوری.

2561- مسأله: نارينه نبايد د لذت په قصد د بل نارينه و بدن ته وګوری او د ښځی کتل هم دبله ښځی وبدن ته د لذت په قصد حرام دی.

2562- مسأله: که د ښځی ډاکټره موجوده وی نارينه ډاکټر حق نلری ناروغه ښځی معاينه کړی او همدغسی چی ناروغه ښځی حق نلری چی د ښځی ډاکټره موجوده وی اجازه ورکړی چی نارينه ډاکټر هغی معاينه کړی. او که د ښځی ډاکتره نه وی يا يوه خاصه ناروغی وی چی د ښځی ډاکټره ونسی کولای هغی معالجه کړی ناروغه ښځه کولای سی نارينه ډاکټر ته ورسی په دی صورت ډاکټر بايد په لږ معاينه کفايت وکړی.

2563- مسأله: که نارينه د نامحرم ښځی د معالجی د پاره مجبور سی چی هغی وګوری اولاس د هغی و بدن ته ووهی اشکال نلری، ليکن که په کتل وکولای سی هغی معالجه کړی نبايد لاس د هغی و بدن ته ووهی او که په لاس وهل وکولای سی معالجه وکړی، نبايد هغی وګوری.

2564- مسأله: که انسان د يو څوک د معالجی د پاره ناچار سی چی دهغه وعورت ته وګوری، اينداره بايد مخ ته کښيږدی او په هغه کی وګوری ليکن که چاره نه وی او عورت ته بايد وکتل سی اشکال نلری.

د ميړه او ماينی متفرقی مسائل:

2565- مسأله: څوک چی د ماينی د نه درلودل په واسطه په حرام لويږی، واجب دی ښځه ونيسی دغه وجوب (واجب عمل) دحرام د مخ نيوی په خاطر يعنی که مطمئن سی چی په حرام لويږی واجب دی ښځه ونيسی او واده وکړی.

2566- مسأله: که ميړه په عقد شرط وکړی چی ښځه باکره (جماع نه کړی ښځه) وی او پسله عقد معلوم سی چی باکره نه وه، کولای سی عقد باطل کړی. او همدا ډول که لفظاً د بکارت شرط نه وی سوی ليکن د عقد اساس عرفاً او معمولاً د ښځی پر بکارت وی.

2567- مسأله: د نامحرم نارينه او ښځی پاتيدل په يو پټ ځای چی هيڅ څوک هلته نسته او بل څوک هم نسی کولای ننوځی که د فساد احتمال او ګمان ولاړسی جايز نه دی او که داسی وی چی بل څوک وکولای واردسی، يا هغه ماشوم چی په ښه او بد پوهيږی هلته وی يا د فساد احتمال نه وی اشکال نلری.

2568- مسأله: که نارينه د ښځی مهريی په عقد وټاکی او نيت ئی داوی چی هغه ورنکړی، عقد صحيح دی ليکن مهريی بايد ورکړی.

2569- مسأله: هغه مسلمان چی د خدای او پيغمبر منکر سی، يا د دين ضروری حکم يعنی حکم چی مسلمانان د اسلام دين برخه بولی لکه د لمونځ او روژی واجبيدل انکار کړی، که د هغه حکم منکريدل، د خدای يا د پيغمبر په انکار راوګرځی مرتد کيږی، او همدا ډول دی که د غلات، نواصب او خوارج سی.[1]

2570- مسأله: که ښځه د مخه تر هغه چی ميړه ئی د هغی سره نژدی توب وکړی داسی چی په تيره مسأله کی وويل سو مرتده سی، عقد ئی باطل کيږی او همدا ډول هغی ښځی چی يائسی وی يا نابالغه وی که پسله جماع د خپل ميړه سره هغی ښځه مرتده سی د هغو عقد باطل کيږی او که پسله جماع د هغی ښځی سره چی طلاقه سويده او بايد عده وساتی، هغی ښځه مرتده سی که د عدی د پای ته رسيدل د مخه توبه وکړی د هغو عقد صحيح دی او که يه د هغو عقد باطل دی او همدا ډول که مرتده ښځه توبه وکړی په لومړی ګمان که هغو وغواړی سره ژوند وکړی بايد عقد ووائی او په دوهم ګمان ښه دی عقد تجديد او نوی کړی.

2571- مسأله: هغه څوک چی پلار يا مورئی د هغه د نطفی د تړل په وخت مسلمان وه، که مرتد سی ماينه ئی پر هغه حرام کيږی او بايد په هغه مقدار چی د طلاق په احکام ويل کيږی د وفات عده وساتی او د پوهانو او عالمانو په اصطلاح وداسی انسان ته فطری مرتد وائی.

2572- مسأله: څوک چی د نامسلمان پلار او مور څه دنياته راغلی دی او مسلمان سويدی که د خپل ماينی سره د جماع کول د مخه مرتد سی او يا ماينه ئی يائسی وی، عقد ئی باطل دی، او که پسله جماع مرتد سی او ماينه ئی او د هغو ښځو عمر ولری چی حيض وينی، ماينه ئی بايد په هغه مقدار چی د طلاق په احکام ويل کيږی عده وساتی، نوکه د عدی د پای ته رسيدل دمخه، د هغی ميړه مسلمان سی عقد صحيح او که يه باطل دی. ليکن په لومړی صورت هم ښه دی عقدئی تجديد او نوی سی او د پوهانو په اصطلاح داسی انسان ته ملّی مرتد وائی. که ملی مرتد توبه وکړی په لومړی صورت يعنی که د خپل ماينی سره د جماع کول د مخه مرتد سوی وی که هغو وغواړی سره ژوند وکړی بايد دوباره عقد ووائی او په دوهم صورت ښه دی عقد تجديد او نوی کړی.

2573- مسأله: ښځه که په عقد د نارينه سره شرط وکړی چی هغی د هغه ښار څه بونه ځی او نارينه هم قبول کړی، نبايد د هغی ښځی بيله رضايت هغی د هغه ښار څه بوځی.

2574- مسأله: که د انسان ماينه د خپل پخوانی ميړه څه يوه لور ولری، انسان کولای سی هغی انجلی د خپل زوی د پاره چی د هغی ښځی نه ده عقد وکړی او هم که يوه انجلی د خپل زوی د پاره عقد کړی کولای سی د هغی انجلی د مور سره ازدواج وکړی.

2575- مسأله: ښځه که د زنا څه اميدواره سی، جايز نه دی خپل اولاد سقط (د منځه وړل) کړی.

2576- مسأله: که يوڅوک دهغی ښځی سره چی ميړه نلری که او د چا په عده هم نده زنا وکړی، که وروسته هغی عقد کړی او يو اولاد د هغو څه پيدا سی، که ونه پوهيږی چی دحلال دنطفی دی يا د حرام، هغه اولاد حلال زاده دی.

2577- مسأله: که نارينه ونه پوهيږی چی ښځه په عده کی ده يا ونه پوهيږی چی عقد په عده حرام دی او د هغی سره ازدواج وکړی، که اولاد د هغی څه پيدا سی د (شبهی ولد) دی او د حلال زاده اولاد احکام لری او که ښځه هم نه پوهيږی د هغی له خوا هم دغه ډول دی او که ښځه پوهيدله د هغی له خوا زنا شميرل کيږی او د هغی له خوا اولاد (ولد الزنا) دی او د ولد الزنا احکام لری يعنی د ښځی څه ميراث نه وړی.

2578- مسأله: که ښځه ووائی يائسی يمه نبايد د هغی خبره قبول کړی، ليکن که ووائی ميړه نلرمه د هغی خبره قبول کيږی په هغه شرط چی متهمه نه وی، او که متهمه وی څرنګه چی پخوا ميړه درلوده بناپر احتياط واجب بايد تحقيق او پلټنه وکړی.

2579- مسأله: که پسله هغه چی د يوی ښځی سره ازدواج وکړ، يو څوک ووائی ښځه ميړه درلوده او ښځه ووائی نه می درلوده، که شرعاً ثابت نسی چی ښځه ميړه درلوده، دښځی خبره بايد قبول کړی، ليکن که هغه څوک د اطمينان او باور وړوی بناپر احتياط واجب هغه نارينه بايد په طلاق د هغی ښځی څه جلا سی.

2580- مسأله: روزل او ساتل د ماشوم هلک تر دوه کال او د ماشوم انجلی تر اوه کال د مور حق ده په دی شرط چی عاقله، مسلمانه او آزاده وی او بل ميړه نه وی کړی، او بيله هغه د پلار حق دی ليکن که پلار مړسوی وی مور هر څو ميړه کړی وی پر نيکه او نور دی.

2581- مسأله: مستحب دی هغی انجلی چی بالغه ده يعنی مکلفه سويده ژر ميړه ورکړ سی، حضرت امام صادق (عليه السلام) وفرمايل: د نارينه د سعادتو يوئی دا دی چی د هغه لور د هغه په کور حيض ونه وينی.

2582- مسأله: که ښځه خپل مهريی د ميړه سره صلح کړی چی بله ماينه ونه نيسی او ميړه هم قبول کړی، واجب هغه دی چی ښځه مهر ونه نيسی او ميړه هم بله ماينه ونکړی.

2583- مسأله: څوک چی د زنا څه پيدا سوی وی که ښځه ونيسی او اولاد پيدا کړی هغه اولاد حلال زاده دی.

2584- مسأله: هر وخت نارينه د رمضان د مياشتی په روژه يا د ښځی د حيض په حال دهغی سره جماع وکړی معصيت کړيدی، ليکن که اولاد دهغو څه ودنياته راسی حلال زاده دی.

2585- مسأله: هغی ښځه چی يقين لری ميړه ئی په سفر مړ سوی دی که د وفات د عدی وروسته چی دهغه مقدار د طلاق په احکام به وويل سی، ميړه وکړی او لومړی ميړه ئی د سفر څه راسی بايد د دوهم ميړه څه جلا سی او پر لومړی ميړه حلاله ده ليکن که دوهم ميړه د هغی سره نژدی توب کړی وی، ښځه بايد د (وطی په شبهه عده) وساتی او دوهم ميړه بايد د هغی مهر المثل ورکړی ليکن د عدی خرڅ نه لری او بناپر احتياط واجب پر دوهم ميړه ابدی حرامه کيږی او د وطی په شبهه عدی په مدت لومړی ميړه نسی کولای د هغی سره جماع وکړی.

2586- مسأله: هغی ښځه چی ميړه ئی سفرته تللی دی يا د جګړی په سنګر يا په دريابی سفر يا په بل خاطر مفقود الاثر (ورک) سويدی که يقين وکړی چی ميړه ئی مړ سويدی بايد د وفات عده وساتی او پسله هغه کولای سی ازدواج وکړی او که يقين لری چی ميړه ئی ژوند دی نسی کولای ميړه وکړی. او خرڅی ئی د ميړه د مال يا د صدقی او بيت المال څه که احتياج ولری بايد هغی ته ورکړسی او که ميړه ئی مال ونلری او د نفقی نه درلودل يا نور مشکلات په خاطر چی د هغی د پاره ډير سخت او مشکل وی کولای سی د شرع و حاکم ته مراجعه وکړی چی هغی طلاق ورکړی.

2587- مسأله: د تيره مسألی په ګمان که ښځه ونه پوهيږی چی ميړه ئی ژوند دی يا مړ، که ميړه مال لری يا پلار يا پلارنی نيکه ئی د خپل مال څه د ښځی خرڅی د هغی د شأن په مطابق ورکوی ښځه بايد صبر وکړی او د ميړه کول حق نلری. او که په هيڅ ډول د هغی خرڅی نه ورکول کيږی کولای سی و جامع الشرائط مجتهدته مراجعه وکړی او پسله مراجعی جامع الشرائط مجتهد دستور ورکوی ښځه تر څلور کال صبر وکړی، او په دغه څلور کال دخط ليکل په وسيله په هغه ځايو چی احتمال ورکوی د ښځی ميړه هلته وی يا په نور وسيلی تحقيق او پلټنه وکړی که ثابت سو چی هغه ژوند دی ښځه بايد صبر وکړی او که ثابت نه سو جامع الشرائط مجتهد د نارينه و پلار يا پلارنی نيکه ته دستور ورکوی ښځه طلاق ورکړی او که ممکن نسو پخپله جامع الشرائط مجتهد هغی طلاق ورکوی او ښځه پسله طلاق د وفات د عدی په مقدار يعنی څلور مياشتی او لس ورځی عده ساتی او د عدی وروسته آزاده کيږی او کولای سی ميړه وکړی ليکن که ميړه ئی د عدی په منځ پيدا سو حق لری رجوع وکړی يعنی هغی ښځه پر لومړنی ميړه حلاله ده.

2588- مسأله: په تيره مسأله د پلټنی مبدأ او شروع وخت د شرع و حاکم ته مراجعه کول دی؛ بلی که د شرع و حاکم ته د مراجعی د مخه هغو پخپله د بيان سوی په مقدار پلټنه کړيدی او پسله مراجعی و حاکم ته هم يو مقدار پلټنه وسو او مطمئن سول چی هغه نه پيدا کيږی حاکم کولای سی د هغو د پلټنی د شروع څه د څلور کال تيريدل وروسته ښځه طلاق ورکړی.

2589- مسأله: په تير ګمان که وپوهيږی چی په پلټنه هغه نه پيدا کيږی پلټنه نه غواړی ليکن حتماً بايد څلور کال صبر وکړی او پسله هغه حاکم کولای سی ښځه طلاق ورکړی.

2590- مسأله: هغه څه چی د تيره مسأله په بعضی ځايو وويل سو چی بايد ښځی صبر وکړی په هغه حالت دی چی ډيره سختی پر هغی نه وی، او که سختی وی کولای سی د شرع حاکم څه وغواړی چی هغی طلاق ورکړی.


[1] غلات: غلو کوونکی کسان.

نواصب: ناصبی کسان يعنی د حضرت علی (ع) دشمنان.

خوارج: هغه کسان چی د حضرت علی (ع) په مقابل په جنګ سول.