صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د افغانستان د ستم کښلی ملت سره غم شريکی(همدردی):

زموږ شرقی ګاونډی افغانستان چی  20 ميليونه نفره نفوس او 650 زره کيلومتر مساحت لری د اسلامی د لويو هيوادو څخه په حساب راځی. دغه هيواد که نه وايو چی  د خپل سياسی ژوند د اوله څخه ليکن شل کاله کيږی چی  ډيری ترخی شپی او ورځی ئی تيری کړيدی، د افغانستان نجيب او متدين (دين داره) ملت د 1357 کال په پسرلی د مارکسيستانو د منځه راتلو او د دوی د هيواد اشغالول (نيول) د شورويانو د سره قوا وی له خوا او سرګردانی (آوارګی) او در په دری شروع سو تر اوسه پوری دوی قرار او آرام ئی پيدا نکړل د آواره افغانيو تعداد فقط په ايران او پاکستان کی نژدی و څلور ميليونو ته رسيږی او دا ښکاره کوی چی  ترخی واقعی او خطرناکی فاجعی پدی هيوادکی کيږی.

پدی آخرو کلوکی يوه ډله د افغانی مهاجرينو چی  د پاکستان په مدارسوکی په تحصيل مشغول وه او د طالبانو په نامه چی  د پاکستان د هغه وخت د حکومت له خوا د هر ډول مرستو څخه ګټه اخيستل نو د مبارزی بيرغ د دوی د نور و حزبو او ډلو پر ضد په افغانستان کی پورته سو او ډير ځايونه د دی هيواد ئی ونيول او هغه ځايونه چی  د دوی ترلاس لاندی وه ډير قتلونه، نسل کشی او جنايتونه وکړل.

پدی منځ کی هغه کسان چی  د طالبانو د ظلم شلاخی پر خپلو صبورو اوږو ګړی په ګړی احساس کول د دی هيواد شيعيان وه چی  د شيعی په جرم ډير فشارونه پر دوی باندی دی. خبرياست چی  20٪ نفوس د هيواد د شيعه مذهبو پيروان په افغانستان کی تشکيلوی او دغه کسان د هيواد په شمال او غرب کی ژوند کوی د دی کسانو څخه د مزار شريف د ښار خلګ دی پسله هغه چی  يو قبر منسوب په حضرت علی (ع) په شپږم هجری پيړی کی کشف (پيدا) سو او د هيواد د ټولو ځايو څخه د خدمت کول د پاره و دغه بارګاه ته چی  منسوب په لومړی امام د شيعيانو دی راغلل او پدغه منطقه کی هستوګنه اختيار کړل.

د 1377کال په دوبی کله چی  د طالبانو ډله مزار شريف ئی ونيول فرصت ئی پيدا کړل چی  خپلی تاريخی عقدی او کينی سرته ورسوی. متأسفانه طالبان چی  د دين په نامه او د اسلامی دولت تر عنوان لاندی خپل کارونه قانونی بولی په مزار شريف کی خپل هم دين او هم مذهبه مظلوم او بي دفاع وطنوالو قتل عام او په قتل رسوی.

د نړی ټوله روزنامی (اخبارونه) د دوی يعنی طالبان د ستم او ظلم د مزار شريف پر خلګو باندی شهادت ورکوی او وائی چی  داسی ظلم چنګيزخان او مغول پر نيول سوی هيوادو ندی کړی.

طالبان په خپلو وحشتناکو جمعی کشتارود مزار شريف د خلګو سره داسی ظالمانه او درنده صفته (ځناور صفت) کارونه ئی وکړل چی  په رښتيا سره د هلاکو، تيمور او د ټول تاريخ جنايت کارانو مخ ئی سپين کړل. د دغه قتل او کشتار په وخت کی چی  د ټوله نړی توجه و مزار شريف ته وه. د حضرت آيت الله فاضل يوه عمومی بيانيه چی  د ټولو اخبارو او نورو تبليغاتی واسطو په واسطه د خلګو و اګاهی ته ورسيد، طالبانو وحشی صفته حرکتونه او کارونه ئی په شدت سره محکوم کړل او خپل همدردی ئی د افغانستان د مظلومو خلګو او مخصوصاً د مزار شريف خلګ چی  د طالبانو د لاسه څخه ژوندی پاته سوی وه اعلان کړل.

پدی بيانيه کی وايو:

بسم الله الرحمن الرحيم (أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ)

حادثی او مصيبتونه چی  پدی ورځوکی د افغانستان په مظلوم هيوادکی منځ ته راځی د هر مسؤل او ويښ انسان زړه مجروح او زخمی کوی. نړواله کفر د جنايتکاره امريکا په مشری او د خپل بعضو عواملو (ملګرو) په واسطه چی  يوئی پاکستان ؤ د شيعی د خراپول او د افغانستان په مقدسه خاوره کی د حقيقی اسلام نابود کول دی. او روښانه ده چی  پسله رسيدل و دی هدف ته د ګاونډيو هيوادو د تجاوز او چورکول پسی به وی په تأسف سره دغه جنايتونه چی  پدی ورځو کيږی د استکبار د دوهمی مولودی او اسرائيل د نامشروع ورور يعنی طالبانو په لاس دی چی  په اسلام او حقيقت ئی هيڅ اګاهی نلری د اسلام په نامه دغه قتلونه او جنايتونه کوی. جهانی استکبار نن د خپلو دوو وزرو اسرائيل او طالبانو په واسطه کوښښ کوی چی  دين خراپ او مسلمانان مخصوصاً د منطقی شيعيانو د منځه يوسی. د افغانستان ملت وپوهيږی چی  طالبانو په هيڅ ډول شرعی او قانونی ندی او مرسته او صبر کول د دوی په مقابل کی هيڅ جايز ندی او هر څوک چی  د دی ډلی په مقابل کی ووژل سی شهيد د خدای په لارکی دی.

نن پر هر مسلمان او هر څوک چی  افتخار کوونکی د پاکو امامانو په ولايت کی دی واجب دی چی  د طاقت او توان تر حده د افغانستان د مسلمانانو او شيعيانو سره مرسته وکړی. زه په خپل جانب د بين المللی او د جهانی مجمعو د مسؤلينو چی  د بشر د حقوقو او آزادی د ملاتړ مدعی دی او هم د اسلامی جمهوری نظام د مسؤلينو چی  هر کله د افغانستان د آزادی او د هغه هيواد د ملت د استقلال دپاره کوښښ کړيدی حتمی غواړم چی  پدی حساس او بحرانی موقعيت کی د خپل هيڅ ډول کوښښه څخه لاس وا نخلی او وپوهيږی چی  د علمی مقدسی حوزی مخصوصاً د قم علمی حوزه انتظار لری چی  ډير ژر اقدام وکړی. او افغانی محترمو مهاجرينو او هغه کسان چی  د هيواد په داخل کی دی اجازه لری چی  د امام (عليه السلام) مبارک سهم [2] نيمی پدی لارکی په مصرف ورسوی. خدای متعال د ظالمينو د شره څخه مسلمانانو او اسلامی هيوادونه وساتی. انشاء الله.

پدی ډول ليدل کيږی چی  د شيعيانو د تقليد مرجع، د طالبانو د ډلی د جناياتو ډک عملونه او کارونه ئی حرام اعلان کړل او د شرعی د نظر څخه مرسته د افغانستان د خواری کښلو او ظلم ليدلو خلګو سره واجب دی چی  په خپله برخه د جنايتکارو طالبانو مانع سوی وی.