|
دوهمه څانګه: خطی ليکنی او هغه آثار چی ندی چاپ سوی:57 – د الحمد د سوری تفسير: هم هغه ډول چی د هغه د نامه څخه معلوميږی محترم مؤلف د الحمد سوره ئی تفسير او ليکلی دی. 58- کتاب الصوم: د کتاب ليکل د روژی په اوله په کال 1405 هـ.ق کی شروع، او د روژی ډير مباحث په هغه کی مطرح سويدی. 59- المسايل المستحدثه: دغه ليکنه د مستحدثی د مسايلو په برخه کی لکه بيمه، لوټ (اسکناس)، سفته، سرقلفی، بخت امتحانول او کالبد شکافی (د بدن د ټول اعضاوی تشريح ورکول) تحقيق کړيدی. 60- کتاب القضاء: دغه کتاب د مرحوم آيت الله بروجردی د درسو پر اساس ليکل سويدی او متأسفانه د حضرت آيت الله العظمی بروجردی د رحلت د وفات په خاطر محترم مؤلف موفق نسو چی دغه کتاب پای ته ورسوی. 61- شرح کتاب طهارة الشرايع: دغه مجموعه، کتاب (طهارة) صاحب شرايع ئی چی حدوداً 135 صفحه کيږی بحث پر کړيدی او د مسح د تکرار تر مسئلی پوری مخ ته تللی دی. 62- شرح فروع الاجتهاد والتقليد من الکتاب العروة الوثقی: د دغه کتاب تأليف د جمادی الاول په مياشت کال 1384 هـ.ق کی شروع او68 مسئلی د عروة الوثقی د ارزشتمند کتاب د تقليد او اجتهاد مباحث ئی توضيح او روښانه کړيدی. 63- رساله فی حکم الصلوة فی اللباس المشکوک: دغه کتاب د مرحوم آيت الله بروجردی (قدس سره) د مباحثو تقرير دی چی په کال 1371 هـ.ق شروع او په هغه کال د صفر د مياشت پر22 نيټه پای ته ورسيد. 64- عصمت انبياء: دغه رساله لنډه ليکنه ده په پارسی ژبه چی د قرآن مجيد د آياتو په استناد د انبياء عليهم السلام عصمت (پاکی) ئی په اثبات رسولی دی. 65- القواعد الفقهية: پدغه قيمتی اثر کی 25 قاعدی د اسلامی فقه پر مهمو قاعدو بحث او پلټنه سويدی. 66- موضع علم الاصول. 67- القول فی المشق. 68- القول فی الاوامر. د فقه دعلم مقدمه علم اصول دی. فقه د فقهی احکامو لاس ته راوړلو د پاره لازم دی د علم اصول مسائل چی د مشق او اوامر مباحث هم د هغه جملی څخه دی په تحقيق او استدلال سره تحقيق او پلټنه پر وسی او د لاس ته راغلی مبانی پر اساس په فقه او اجتهاد شروع وکړی. په لوړو درو رسالوکی استاذ په عالمانه نظر د علم اصول موضوع، د مشتق او اوامر مربوط مباحث ئی دقيق سنجش کړی او خپل آخرنی استدلالی نظرئی ورکړيدی. 69- القول فی الشهرة الفتوائيه. 70- رساله فی قاعده الفراغ والتجاوز و اصالة الصحة: پدی چی فتوائی شهرت معتبر دی که ندی او د اصالة الصحة قداعد، فراغ او تجاوز پر څه پائی او اساس ولاړ دی، عظام عالمان او فقيهان (رضوان الله تعالی عليهم اجمعين) ژور دقيق او پراخ مطلبونه ئی بيان کړيدی. په يادسوی رسالوکی عاليقدر استاذ په دقيق ډول سره ياد سوی بحثونه ئی د پخوانيو عالمانو د نظريو په عنايت پلټنه کړی او په خپل عالمانه نظر سره پای ته رسولی دی. 71- رسالة فی الخلل الواقع فی العمرة والحج: سربيره پر نورو کتابو چی استاذ د حج د مسايلو په باره ليکلی دی، پدی رساله کی د حج او عمری مباحث ئی په جلا ډول په ډير شرح او بيان سره تر انديښی او عنايت لاندی قرار ورکړيدی. 72- رسالة فی قاعدة اليد: د يد قاعدی د فقه د مهمو قواعدو او د عظام عالمانو تر استناد لاندی دی پدی رساله کی د ياد سوی قاعدی پر اساس انديښی او تحقيق سويدی.
|