صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

 (2)- د ليکل (تأليف) او تحقيق څانګه.

چی  بياهم مرکز د کار فقه او اصول فقه دی. دغه څانګه دوه برخه ده:

الف: تأليف او پلټل د هغو پروژی چی  تر لاس لاندی او آخر ته رسيدلی دی پدی قرار دی.

1-     تأليف د يوی دوری د اصول فقه په پارسی د حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی [4] د ممتازو او لوړ درسو (درسهای خارج) د اصول فقه پر اساس چی  څلور جلده ئی پسله ليکل او تنظيم حروفچينی[5] سوی او چاپ ته حاضر دی. لازم په ذکر دی چی  د داسی کتاب چی  لوړ او ممتاز استدلالی اصول فقه دی ځای ئی په پارسی ژبه خالی دی.

2-     تأليف د يوی دوری د اصول فقه په عربی ژبه د استاذ آيت الله فاضل د لوړو درسو پر اساس.

3-     د اصل او ظاهر اختلاف چی  د مهمو موضوعاتو څخه دی او تر اوسه خالص او اصلاح سوی ندی او تحقيق پر کيږی چی  اصل د ظاهره څخه فرق (اختلاف) وکړی چی  ډيری برخی د دی موضوع آخرته رسيدلی او خلاص دی.

4-     موسوعه احکام الصبيان، ماشومان او نابالغه کسان څه احکام لری، عبادتونه، معاملی او حقوق د دوی په ټول فقهی احکام د ماشومانو شامل کيږی، يوه 6 نفره ګروه د هغه د ليکل او تنظيم په حال کی دی چی  لومړی جلدئی د حروفچينی په حال کی دی چی  په نظر رسيږی يو دايرة المعارف په لس جلده د کاره ووځی او اجتهادی ډول لری.

5-     ليکل د کتاب الحدود په پارسی د معظم له د فقه د لوړو درسو د بيان او تقريره څخه دی او د حروفچينی او تصحيح (صحيح کول) په حال کی دی او په دوه جلده چاپيږی.

6-     د جامع المسائل د لومړی جلد صحيح کول چی  د معظم له د استفتائاتو څخه دی په نامه د الفتاوی الوافيه پای ته رسيدلی دی او چاپيږی.

ب -: د تحقيق او تصحيح برخه. پدی برخه کی کتابونه پسله دری مرحلی الف: د مصدرو تخريج، ب: تنظيم او صحيح کول، ج: مقابله او تصحيح و چاپ ته سپارل کيږی.

هغه کارونه چی  سويدی او کيږی په لاندی ډول دی.

1-     نهاية التقرير چی  د حضرت آيت الله العظمی بروجردی (قد سره) د 11 کالو د لوړو او ممتازو درسو د تقرير او بيان څخه د معظم له په قلم دی چی  پسله تيريدل د ټولی مرحلی په دری جلده چاپ سوی او فقه پلټونکی ته ورکړ سويدی.

2-     قاعده القرعة، د يوه آموزشی ګروه د مرکز تر چاپ لاندی دی. د معظم له د ليکل سوی کتابو تخريج او تنظيم پدی ترتيب.

3-     کتاب القضا.

4-     کتاب الشهادات.

5-     کتاب الطلاق.

6-     کتاب النکاح.

دغه 4 کتاب د شرح مفصل د معظم له پر تحرير الوسيله دی.

7 – کتاب الخمس تقريرات د مرحوم آيت الله العظمی بروجردی (قد سره).

8- معتمد الاصوات تقريرات د حضرت امام خمينی (قد سره) په قلم د حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی.

9- کتاب المواريث چی  ټوله د دی اوه کتاب د لومړی وار د پاره پسله تنظيم او صحيح کول او د مصدرو تخريج او نور ضروری کارونه تر چاپ لاندی ځی.

10- کتاب الحدود.

11- کتاب القصاص چی  دغه دوه کتاب د دوهم چاپ دپاره د تنظيم او تخريج سره يو ځای تر چاپ لاندی ځی.