صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

لومړی څانګه: چاپ سوی آثار:

1- نهاية التقريرفی مباحث الصلوة (په مقدمات)

2- نهاية التقرير فی مباحث الصلوة (الجزء الاول)

3- نهاية التقرير فی مباحث الصلوة (الجزء الثانی)

دغه دری اثر د استاذ لومړنی تأليف دی چی  استاذ اته کاله د مرحوم آيت الله بروجردی (قدس سره) د خارج په درسوکی حضور درلود. معظم له دغه بخت هم درلود چی  خپل د تقريراتو مجموعی د تقرير د خاوند د مبارک نظر څخه تير کړی او د دوی په موافقت او اجازه کارته ترتيب او نظم ورکړی دی.

هغه وخت چی  استاذ آيت الله فاضل توفيق پيدا کړل چی  سخت کار ليکن زړه وړونکی تقريرات د حضرت آيت الله بروجردی د درس چی  جواز د قبول هم پيدا کړ و پای ته هم ورسول، يو ځوان ؤ چی  اضافه تر 26 کاله  نه درلود او تعجب دچی  دغه لومړنی اثر په هغه رتبه د قبول رسيږی چی  خاوند د تقرير اقرار کوی چی  هغه څه چی  زما څخه به پاته سی دغه د نهاية التقرير کتاب دی. او د هغو زمانو څخه نقل کوی چی  د مرحوم آيت الله بروجردی پر ژبه تير سويدی چی : دوی (شيخ محمد فاضل) مجتهد دی.

لومړی جلد د دی کتاب د (صلوة) د مبحث مقدمات دی چی  بحثونه ئی لکه: تعداد د نافلی، آذان، اقامه، فقهی قاعده (من ادرک) ئی تر پلټنی لاندی قرار ورکړيدی. د نهاية التقرير په دوهم جلدکی ډير د صلوة (لمونځ) د کارو او د هغه د شکياتو په باره کی بحث سويدی. هم پدی جلدکی د قاعدی (تجاوز) او (فراغ) ډير او کامل بحث سويدی، او د جلد په آخرکی د لمونځ او د جماعت دلمانځه په باره کی مفصل بيان سويدی.

دا کتابونه داسی ليکل سويدی چی  که په فقهی او د خاص پلټنی تر مطالعی لاندی قرار ونيسی معلوم به سی چی  آيت الله بروجردی (رحمة الله عليه) د رجال په علم کی پر کم اساس پيروی کړيدی او د کم پائی او اساسه څخه ګټه اخيستی دی او د دوی د رجال اساس څه ؤ.

تفصيل الشريعه: راحل امام (رحمة الله عليه) د ستم شاهی په تير دوران کی، هغه زمان چی  په ترکيه کی د تبعيد په ډول ژوند کاوه د تحرير الوسيلی د ارزښتمند کتاب په ليکنی او تنظيم لګيا سول. دغه ليکنی معلوموی چی  حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) په هغه زمان کی نه يواځی د مبارزی څخه نااميده او ستړی نه ؤ بلکه په هغه دوران کی چی  تقريباً هيڅ څوک د دی مبارزی په کاميابی اميد نه درلود، دوی خپل ټول کوښښ د دی مبارزی د کاميابی د پاره په کار وړل او په ډير روښانه اميد د کامل اسلامی او الهی حکومت د تينګيدو په فکرؤ.

څرنګه چی  د دغسی ورځو د پاره، د مخه او د مخه، په حوصله او ډير پلټل سره لازم قوانين او احکام ئی استخراج او تنظيمول او په خپل کتاب کي د يو اسلامی حکومت رکنونه د اسلامی مسايلو په باره کی ټينګ کړل. په رښتيا که قرار وی اسلامی حکومت پر اساس د اسلامی فقه او قوانين برقرار سی څه قانون ايښونکی بهتر تر (ولی فقيه) او څه بهتر قانون تر ليکل د ولی فقيه به وی؟ د راحل امام (رحمة الله عليه) شاګردان چی  د هغه په لار روان وه په تابع د هغه ګام په هغه لار کښيښاوه چی  راحل امام د مخه پر هغه لار تللی او تير کړی ؤ.

امام (رحمة الله) تحرير الوسيله ئی ليکلی ؤ او بايد چی  يو د دوی د شاګردانو د تفسير او مستندو د هغه په غاړه ونيسی.

ارزښتمند او لوی تأليف د استاذ آيت الله فاضل لنکرانی د تحرير الوسيلی د ګرانقدر کتاب پر مرکز قرار نيولی دی.

هغه کتاب چی  ډير کلونه ددوی ګران عمر پر هغه تير سويدی او تر اوسه هم د ليکنی او تنظيم کارئی ادامه لری. دغه لوی او ارزشتمند تأليف، زموږ د هيواد د معاصر تاريخ د ګوښو د عجيبو خاطرو او قصو سره يو ځای دی يعنی د شهيد روزلی امت د حاصل ورکونکی او اوږده مبارزو د ماجراؤ او مخصوصاً پوه او د مبارز روحانيت جامعی چی  کلونه کلونه په هغو مبارزو لګليا او د بنديخانی، زنځير، آزار او تبعيده سره لاس په ګريبان ؤ.

په هغه ماجراؤ کی زموږ ګران استاذ هم د روحانيت د سر سختو مبارزانو په نامه د ظالم رژيم له خوا دستګير او په مختلفو منطقو تبعيد سو. يو د دوی د تبعيد ځای د يزد قهرمان ښارؤ چی  استاذ تقريباً دوه نيم کاله خپل عزيز عمرئی وری تير کړل او په هغه ځای کی استاذ تصميم ونيول چی  يو لوی اثر (کتاب) تأليف کړی پر دی اساس د شرحی ليکل پر ارزشتمند کتاب د تحرير الوسيلی د حضرت امام اثر ئی شروع کړل نو پدی ترتيب هغه د غم، درد او رنځ ورځی او کلونه د دغه لوی تأليف په ليکل په حاصل ورکوونکی او معنوی ورځو تبديل سو چی  پدغه مدت استاذ تقريباً 5 جلده د تحرير الوسيلی د کتاب شرح ئی وليکل.

څرنګه چی  وويل سو چی  د دغه لوی او ارزشتمند شرح د ليکنی کار تراوسه هم ادامه لری او اټکل وهل کيږی چی  ټول د هغه د خدای په فضل او عنايت اضافه تر 40 جلده کتاب به وسی. په حاضر حال 14 جلده د دغه کتاب پای ته رسيدلی دی او په عنوان د تفصيل الشريعه فی شرح تحرير الوسيله چاپ سويدی چی  د چاپ سوی کتابو عنوانونه په لنډ ډول معرفی کوو.

4 – تفصيل الشريعه فی شرح کتاب د تحرير الوسيله (کتاب الاجتهاد): دغه ګران او ارزشتمند اثر لومړنی جلد د تحرير الوسيلی د شرحی دی چی  د استاذ په واسطه د دغه کتاب تحقيق او پلټنه د اجتهاد مبحث په عالمانه ډول سره تفسير او بيان سويدی او د اجتهاد او تفسير د نظره څخه سندونه مربوطه په هغه دقيق او په ژور نظر سره ليکل سويدی.

په پيل د دغه کتاب يوه مقدمه د تحرير الوسيلی د کتاب مباحثو د پاره راغلی دی او پسله هغه د تقليد ډول ډول مسايل بيان سويدی او د (مطلق احتياط) د حکم په طرح کول د کتاب د بحث موضوع پای ته رسيږی. د دی څانګی روښانه مضمون د فتوا بحث د اعلم څخه تقليد دی چی  د استاذ په قلم ليکل سويدی.

5- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الطهاره والمياه): دغه کتاب د (طهارت) د فصله څخه شروع سويدی چی  مربوط په مختلفو مسئلو د اوبو بيان او د نجاست (ناپاکی) د مسئلو په بيان سره پای ته رسيدلی دی. دغه کتاب هم لکه د مخه کتاب د تبعيد په دوران کی ليکل سويدی.

6- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب احکام الوضوء والتخلی) محترم ليکونکی پدی کتاب کی سر بيره پر بيان د او داسه، استبرا [6]، استنجا [7]، او د جبيری[8]او داسه د مسئلو د حضرت امام (رحمة الله عليه) فقهی اساس او اصول د ياد سوی مسايلو په هلکه مطرح سوی او د تفسير بيان کړيدی.

7- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب النجاسات) دغه کتاب د نجاساتو د احکامو په هلکه او د نجسی د کيفيت او دلمانځه د عفوی په باره ليکل سوی دی.

8- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله  (کتاب الاجاره) پدی کتاب د اجاری مربوط مسئلی په باره کی بحث او تفسير سويدی او د کتاب په پای کی د 1357 کال د خونړی واقعی او حادثی په يادولو سره پای ته رسيدلی دی.

د يادولو وړدی چی  معظم له د اجاری د مباحثو په باره کی بل تکميل کتاب په جلا ډول سره ليکلی دی چی  د خطی کتاب په ډول موجود دی.

9- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الصلوة) لکه چی  د کتاب د نومه څخه معلوميږی ټول کتاب په لمانځه مربوط مسئلی ئی بيان او تفسير کړيدی او د تحرير الوسيلی اصلی او فقهی اساس ليکی.

10- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الحدود) دغه کتاب ټول مسئلی مربوط په الهی حدود او حکومتی تعزيرات ئی بيان او تفسير کړيدی محترم ليکونکی د پای تاريخ ئی 1406 ليکلی دی.

11- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله  (کتاب الحج، الجزء الاول) دغه اثر د حج مربوط مسئلی ئی تفسير کړيدی. او د (لو عجز عن المشي بعد انعقاد نذره...) په مبحث پای ته رسيدلی دی.

12- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الحج، الجزء الثانی) دغه کتاب دوهم جلد د حج کتاب حسابل کيږی چی  محترم ليکونکی (مؤلف) مربوط مسئلی په نيابت (وکالت) او وصيت په حج، مستحبی (ثوابی) حج، د عمری او د حج ډول، تمتع حج (واجب)  او د مفردی عمری ميقات (د احرام ځای) ئی ليکلی دی.

13- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (الکتاب الحج الجزء الثالث) دغه ليکنی دريم جلد د حج کتاب حسابل کيږی چی  محترم ليکونکی نوری برخی د حج مربوط مسئلی ئی دقيق او په خپل خاص نظر ليکلی دی او پيچلی او سختی مسئلی ئی حل کړيدی.

14- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الحج، الجزء الرابع).

15- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الحج، الجزء الخامس).

دغه دوه جلده د حج د کتاب تکميلی بحثونه لری.

16- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الطلاق والميراث).

17- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب النکاح).

هم هغه ډول چی  د دغه جلد د عنوانو څخه معلوميږی بحثونه مربوط په نکاح، طلاق او ميراث د فقهی مسئلو د سختو بحثو څخه شميرل کيږی او د هغو مشکلات ئی د منځه وړی دی.

18- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب القضا والشهادات).

19- احکام الحج: علمی بيان (حاشيی) پر تحرير الوسيلی د حج دی.

20- تبيان الاصول: دغه کتاب د حضرت آيت الله فاضل د اصولی مباحثو بيان دی چی  د معظم له د يو شاګرد په قلم بحثونه مربوط په ګمان او قطع، امارات او عمليه اصول ليکل سويدی.

21- الاحکام الواضحه: دغه کتاب چی  په عربی ليکل سويدی يوه علمی رساله حسابل کيږی او ټول مسئلی مربوط په (عبادتو) ئی خالص او روښانه د فتوا په ډول بيان کړيدی.

22- د توضيح المسايل رساله: دغه رساله د مؤمنينو په غوښتنه په خارجی هيوادوکی په انګليسی، اردو، ترکی، آذری، استانبولی ترکی او روسی ژبو ترجمه سويدی او د مکلفينو (بالغ کسان) عملی مسئلی پدغه کتاب کی سته چی  د خلګو د عمومی غوښتنی د مسئلو پر اساس تنظيم سويدی. د تقليد د مباحثو څخه شروع سوی او پسله بيان د ډيرو مسئلو پای ته رسيږی.

دغه کتاب تراوسه پوری ډيرتر شپږ سو څلور مرتبی چاپ سويدی.

23- الحواشی علي العروة الوثقی: د مکلفينو د عملی مسئلی د عروة الوثقی ارزشتمند کتاب دی چی  د مرحوم آيت الله سيد محمد کاظم طباطبائی يزدی (قدس سره) څخه په يادګار پاته سويدی. آيت الله فاضل د خپل د اجتهاد، تفسير او پوهی پر اساس دغه مسئلی ئی نقد (بحث) او پلټنه کړيدی. د عروی حاشيی ليکل د شروع تاريخ 1378 قمری کال دی.

24- د مرحوم محقق همدانی د طهارة  مصباح الفقيه د کتاب بيان: مرحوم محقق همدانی (قدس سره الشريف) چی  د پخوانيو لويو عالمانو څخه دی، د (طهارت) د ټولو مسئلو په باره کی بحث او تحقيق کړيدی. مطرح سوی مسئلی په تحقيق سره د آيت الله فاضل د نظر څخه تير سوی او خپل فقهی نظرئی ليکلی دی.

25- د حج مناسک: (عملونه) د دی د پاره چی  د بيت الله الحرام حاجيان او زيارت کونکی د خدای د کور وکولای سی خپل عبادی اعمال په ښه ډول او د خدای په قبول سره پر ځای کړی، د آيت الله فاضل نظرئی پر اساس د حج مربوط مسئلی ئی په يوه مجموعه کی راټول کړی او د معظم له د فتوا پر اساس چاپ او خپور سويدی. دغه کتاب اضافه تر 7 مرتبی چاپ سويدی.

26- مدخل التفسير: دغه ارزشتمند کتاب د قرآن پر تفسير يوه مقدمه ده چی  د قرآن د معجزو په هکله، د قرآن قرائتونه، د قرآن د تفسير وصول او د هغه د بی تغير په هکله ليکل سويدی.

27- د تطهير په آيه کی روښانه څيری: دغه کتاب د آيت الله اشراقی د حضرت امام (قدس سره) زوم په شرکت ليکل سوی دی چی  مضمون د کتاب په ساتنه د تطهير د آيی او دفاع د اهل بيت (عليهم السلام) او د کسا د اصحابو د حريم څخه ليکل سويدی.

دغه کتاب په عربی ژبه د (رؤية مبتکره) په نامه ترجمه سويدی او هم په ار دو ژبه ترجمه سويدی.

28- ائمه اطهار يا پاسداران وحی په قرآن کريم:دغه کتاب په فارسی ليکل سويدی چی  دهغه د نوم څخه معلوميږی چی  د امامت او ولايت د حريم څخه دفاع په باره ليکل سويدی او دغه کتاب هم د آيت الله اشراقی په شرکت ليکل سويدی.

29- تقيه کول د دوستی له رويه: دغه ليکنه د تقيی د مربوط مباحثو په هکله ده چی  د لومړی پلا د پاره د تقيی موضوع ئی مطرح کړيدی.

30- د حضرت امام علی (عليه السلام) په نظر د حکومت کول آداب: ټول مسايل د دی کتاب د حضرت علی (عليه السلام) فرمان و مالک اشتر (د آنحضرت وفادار يار) ته تشکيلوی. دغه اثر هم د معظم له يو شاګرد په قلم تقرير او خپور سويدی.

31- د ځوانانو د پاره د احکام رساله: دغه اثر تر اوسه پوری ډير تر لس پلا چاپ سويدی او په عربی، انګليسی، روسی او آذری ترجمه سويدی.

32و33- معتمد الاصول والفقه لمباحث آيت الله العظمی الامام الخمينی (قدس سره): دغه کتاب چی  په دوو جلدو دی د حضرت امام د انقلاب ستر رهبر اصولی مباحث ليکل سويدی دغه ګران اثر د امام د آثارو د دفتر په واسطه د تأليف او خپور په حال کی دی چی  يو جلد د هغه خپور سويدی.

34- تفصيل الشريعه فی التيمم والاغسال والمطهرات: دغه ليکنی د محترم مؤلف د تفصيلی ليکنی څخه دی چی  د حضرت امام د تحرير الوسيلی ارزشتمند کتاب د تيمم، اغسال او مطهراتو مسئلی ئی مورد د تحقيق او پلټنی قرار ورکړيدی.

35و36 – جامع المسايل: دغه کتاب په دوو جلدو ليکل سويدی چی  د مؤمنينو د سوالو په باره کی دی چی  حدوداً پنځه زره سوال او ځواب په هغه کی مطرح سويدی او په عربی او اردو ژبوهم  ترجمه سويدی.

37 و50- کامل د فقه اصول: ټول درسونه مربوط په اصول فقه په ټولو کلو د استاذ په واسطه د خارج د درس په ډول د قم د علمی حوزی و عالمانو او طلبوته تدريس کيدل او د شاګردانو د ډيرو علاقو په خاطر ټيپ کيدل.

د دوری د اتمامه څخه وروسته، هغو ټوله د موجودو کاسټو څخه را استيلی چاپ او خپور سويدی.

51 و 56- ايضاح الکفايه: استاذ خپل د برکت ډک عمر په دوران، شپږ دوری کامل د مرحوم آخوند خراسانی د کفاية الاصول ارزشتمند کتاب ئی درس ورکړيدی.